Jump to content

User talk:Ahmad Rasool Popal

Page contents not supported in other languages.
From Wikipedia, the free encyclopedia

خوښ خيا ر

هيه شخ چې خپه خيا ر لري ذاتي سحر نه لري او نه ترې څوک اغېزمنېږي. خپه خيا ر او د انسان ذاتي سحر دوه بېلې او مت ادې ځانګړنې دي چې هيیکله په خپلو کې يوځايوال نه شي کول . د خيا تو خوښ ساتنه کوم ستونزمن کار نه دی تاسو کول شئ په خپل ذهن کې همېشه م ثبت او خوښ خيا ر وساتئ خو لږ څه تمرين ته مو اړتيا ده. هیه وکړ، چې هيڅ په خپل ذهن کې ناوړه او بدرنګو خيا تو ته ځای ورنه کړ، که تاسو په ژور ډول فکر وکړ نو درته مالومه به شي چې هر ش دوه مخونه لري يو روڼ مک او بل يې ايي تياره وي. مو بايد همېشه د کايناتو ننداره وکړو خو ي په کې ولټوو خو ي ترې تر سه کړو بي ي ک درک کړو او نړۍ ته همېشه په کلي ن ر وګورو چې په دې سره به ډېر ژر د شيانو د تياره مخونو له اغېزو وژغورل شو ددې لپاره اړينه ده چې مو د همېشه لپاره په خپلو ذهنونو کې راڼه او کلي خيا ر وساتو رو انه مخونه وګورو

او له تيارو مخونو ن ر چپ کړو. له ژوند څخه د خوند اخيستلو او له بېېايه اندېونو څخه د خ صون لپاره تر هولو غوره ره چار دا ده چې مو بايد د هرې م املې او چارې لپاره د رو انه مخونو د لټون هیه وکړو. په ناخو ه )نا مساعدو( ا تو کې په کور د کېناستلو نهيليو او يا د ژوند له ورځنيو چارو څخه د ر پر سر کېدو لپاره کومه اړتيا نه شته په داسې ا تو کې بايد مو همېشه د ژوند په رو انه اړخونو )مخونو( فکر وکړو او راياد يې کړو. که تاسو دا تمرين ترسره کړ او بيا بيا مو تکرار کړ نو وبه ګور، چې په دې سره ستاسو وصله هوډ او جذباتو کې څومره توان پيدا کېږي او تاسو ته به ددې ځواک درکړي چې د مايوسه يا نهيله پرځای مخکې مخکې قدمونه واخلئ او خپل ذاتي جد و جهد ته – دوام ورکړ،. انسان د ف رر يو عقيبه مخلو دی ځکه ډېر ژر ن متونه هېروي خو مصيبتونه يې بيا د ژوند ترپايه په ياد وي ايي همدا مل وي چې انسانان د خپل ژوند ډېره برخه په اندېونو او خپګانونو کې تېروي. که تاسو دا خوی لري ژر تر ژره يې پرېږد، او له ځان سره کلکه وعده وکړ، چې په راتلونکي کې به د خپلو ن متونو او نېکمرغيو شمېر کو، په دې سره ستاسو په ذهن کې خوښ خيا ر روزل کېږي وده کوي او ستاسو په ذاتي سحر )اغېز( کې بې کچې ډېروال راولي. [1]د کتاب نوم: جاذب او اغېزناک شخصيت ليکوال : ډيل کارينګي ژباړن: ډاکتر سيف الله غريبيار خپرندوی: د ملي تحريک فرهنګي څانګه

املاء

[edit]

املاء اوملاْ په لغت كښې مهلت وركولو) 1( او ډكولو) 2( ته وايي: په ادبى اصطلاح خپلې خبرې يا د بل خبرې په صحيح ډول ليكل دى كه څوك له ځانه څه نشى ليكلى مګر د بل ليك له مخې نقل كولى شى دغسې نقل ته املاء نشو ويلى. د املاء خاوند بايد دا ټكي په نظر كښې ونيسى: ۶- څه چه ليكى بايد د صحيح تلفظ له مخې ئې وليكى او په غلط تلفظ پسې لاړ نشى په هره ژبه كښې د عوامو تلفظ او صحيح تلفظ يو څه فرق لرى. ځينې الفاظ شته چه په ويلو كښې يو راز او په ليكلو كښې بل راز دى لكه چه په فارسى ژبه كښې )او( ويل كيږى او )آب( ليكل كېږى په پښتو كښې هم )الك( وايى او هلك ليكي. ۲- د الفاظو په ليكلو كښې د ګرامر )صرف، نحو( مراعات ډېر په كار دى. ځينې جملې په وينا كښې دومره لنډې شوى دى چه يوې كلمې غوندې وى لكه )څېكى( چه بايد د ګرامر له مخې )څه ئې كوې( وليكل شى. دا راز مخففات په نورو ژبو كښې هم شته چه په ليك كښې نشته لكه چه په فارسى كښې )مچم( وايى او )من چه ميدانم( ليكى. ۳- دوه بيلې كلمى به يو له بله په ليكلو كښې نه نښلوو يعنى دا راز كلمات )ټول سړي( )لوى كور( بايد داسې ونه ليكو )ټولسړى(، )لويكور(. ۴- كه له دوو كلمو څخه يوه كلمه جوړه شوې وى لكه )ټوليمشر( نو بيائې په ليك كښې بېلول ښه نه دى. همدغه شان به )ټولواك( د يوې كلمې غوندې ليكو او واك به له ټول نه نه بېلوو. د دغه اساس له مخې بايد د )بېلنانه( كلمه د جدائى په معنى داسې ونه ليكلو لكه چه )بې له تا نه( ليكو. ۵- د كلماتو په ليكلو كښې دا مراعات هم ضرور دى چه يوه كلمه د يوې بلې كلمې په شان ونه ليكو او څومره چه كېداى شى د التباس او اشتباه مخه ونيسو. مثلاً )پوښتنه( د تپوس په معنى او )پښتنه( د پښتون مونثه كلمه بايد په ليكلو كښې فرق ولرى. همدا رنګه )ګوډ( او )ګډ( بايد يو شان ونه ليكو او نه )پريښى( لكه )پرى ايښى( وليكو به )نوى( د جديد په معنى او )نه وى( د نباشد په معنى په ليكلو كښې بايد فرق ولرى. په عربى، فارسى او پښتو ليك كښې داسى كلمات شته چه د ليك له مخې يې له ځينو نورو كلماتو نه فرق نشى كيداى لكه: )شير – شير( چه يوه كلمه د پيو )شودو( په معنى ده او بله د )زمرى( په معنى چه د محل او مقام له مخې ئې معنى معلومېږى، مګر د پښتو ليك كښې دغسې التباس او اشتباه نسبتاً لږ پېښيږى ځكه چه په پښتو كښې معروفه او مجهوله )ى( فرق لرى يعنې )تېر( لكه )تير( نه ليكى. همدارنګه غړى لكه )غړۍ( نه ليكل كيږى او د تانيث )ى( مخصوص شكل لرى. سره له دى بيا هم ځينى كلمات شته چه بايد د محل او مقام له مخې يې معنى معلومه كړو لكه: خوله، خوله، خوله( په دى جملو كښى: خوله ئې په سر وه – په خوله كښې يې خبره نه دريږى – خو له يې وكړه. ۱- په پښتو كښې د نفې تورى او د نهې تورى )نه – مه( له افعالو څخه جدا ليكل كيږى لكه ) نه ځى، نه كوى، نه وينى، مه وايه، مه كوه، مه ځه، مه غواړه( مګر په )نشى، نشته، نكړى، مشه، مكړه، ناخلى( كښې يې زياتره متصل ليكى. ۷- پښتو تورى: په پښتو كښې ځينې تورى شته چه په فارسى او عربى كښې نشته. د دغو تورو ځاى پېژندل او په خپل محل كښې يې ليكل په پښتو املاء كښې ډير اهميت لرى چه هغه دا دى: ښ: دا تورى ځينې پښتانه لكه: )خ( يا )خ( ته نږدې ادا كوى او حينې يې داسې تلفى كوى چه آواز يې )ش( غونډې وى. نو دغه دوه يا درې مختلف غږونه چه يوځاى بل ځاى د لهجې د اختلاف په وجه د ځينو لغاتو په تلفظ كښې شته په ليك كښې د دغه تورى په ليكلو دغه اختلاف له منځه تللى او د ليك يو راز والې يې ساتلى دى. دا تورى په داسې لغاتو كښى ليكل كېږى: )ښه – لوښى – اوښ( چه څواك يې يو ورا او څوك ئې بل راز تلفظ كوى. كومه كلمه چه يوازى د )خ( يا يوازې د )ش( آواز لرى هلته دغه تورى نه ليكل كېږى لكه: )خټه – خاوره – شګه – شولى( په دغه اساس بايد )خندل( په )خ( او )شندل( په )ش(وليكو او)ښندل ( په )ښ( وليكل شى چه د دريواړو كلمو معنا ګانى وساتو. ږ: دا تورى هم ځينى پښتانه لكه )ژ( او ځينى يې لكه )ګ( ادا كوى، نو ځكه په هغو كلماتو كښى ليكل كيږى چه د لهجو د اختلاف په وجه دغه دوه آوازونه ولرى لكه )ږلۍ – لږ – كوږ( دغه تورى هم په پښتو املاء كښى د لهجو د اختلاف مخه نيولى ده او د ليك يووالى يې ساتلى دى. كوم كلمات چه يوازې د )ګ( يا يوازې د )ژ( آواز لرى، هلته دا تورى نه ليكل كيږى او هماغه )ګ( يا )ژ( ليكى لكه )مالګه، ګوړه، ژبه، ژرنده(. ځ: د دى تورى آواز له )ز( نه لږ غوندى دروند دى چه په ځينو پښتو كلماتو كښې يې ليكل ډير ضرور دى لكه ځان، ځنډ او داسې نور... په پښتو كښې ځينې كلمات شته لكه )ځه( چه د تللو امر دى چه په پښتو )ځ( ليكل كېږى، كه دا كلمه په )ز( وليكو نو )زه( د متكلم ضمير ترينه جوړيږى. همدغه شان )ځوړ( كه په )ز( وليكل شى نو د )زوړ( سره مشتبه كيږى. دا تورى د پښتو په پخوانى رسم خط كښې ډير استعماليده اوس يې په ځينو لغاتو كښې ځاى )ز( نيولى دى لكه: زما، زغمل، زمرى، زوى، ګرزېدل او داسى نور، دغه تغير او تحول ته چه ګورو دا اټكل كيدى شى چه څه زما نه وروسته به دغه تورى له منځه ولاړ شى او خپل ځاى به )ز( ته پرېږدى ځكه چه د دې دواړو تورو تر منځ په تلفظ كښې دومره واضح فرق نشته چه هر څوك پرې پوه شى او له يوه كلى قانون لاندې راشى دلته چه كومه قاعده يو څه تطبيق پيدا كوى هغه دا ده چه: كوم كلمات چه په فارسى كښې په )ج( ويل كيږى او په پښتو كښې په )ځ( نو هلته بايد همدغه پښتو )ځ( وليكو لكه: ځوان، ځان، ځنګل او داسې نور، سربيره په دې په هغو كلماتو كښې يې هم ليكل ضرور دى چه كه په )ز( وليكل شى، نو له يوه بل پښتو لغت سره التباس پيدا كوى لكه څړېدل، زړيدل. څ: دا هم پښتو تورى دى چه په فارسى او عربى كښې نشته تلفظ يې )س( ته نږدې دى او ځينې كسان يې په ځاى د )س( تورى استعمالوى كه د دغه تورى په ځاى )س( وليكل شى، نو د ځينو كلماتو معنى بدلېږى لكه: )څټ – څوك( چه )ست – سوك( ترې جوړيږى.


[2]

البرټ ائن سټاین

[edit]

۳۳۱۱-۳۷۸۳ د انسانیت لوړه درجه د خلکو لپاره د ښه کار کولو په پایله کې ترلاسه کیدای شي، نه د زور او په نورو باندې د خپل فکر په منلو. البرټ ائن سټاین د دوکې په وجه نن نړۍ په یوې خطرناکې سیمې باندې بدله شوې ده، ددې اساسي وجه هغه خلک نه دي، کوم چې بد کارونه کوي؛ بلکې هغه خلک دي، چې ددې بدۍ د پای ته رسولو لپاره کوښښ نه کوي. البرټ ائن سټاین ۳ په جرمني کې یو کلی دی، په دې کلي کې هرمن او پالین ائن (Ulm) الم سټاین اوسېدل، ښاغلی ائن سټاین د یوه کوچني شرکت څښتن وه، دا هغه وخت وه، چې بریښنا په لومړي ځل جوړه شوې وه، په امریکا او اروپا کې خلکو په خپلو کورونو کې د بریښنا مزي غځول او د ښاغلي ائن سټاین شرکت خلکو ته د بریښنا سامان الات وررسول. هرمن او ائن سټاین په خوشحالۍ سره ژوند تېروه، د دوی په ژوند کې د ۳۷۸۳ ز کال د مارچ ۳۲ د خوشحالۍ نه ډکه ورځ وه، په دې ورځ د هغوی په کور کې یو کوچنی وزیږېد، د هغه نوم یې البرټ کېښود، پالین د خپل نوي زیږېدلي زوی سره ډېره مینه درلوده، پالین، البرټ د خپل ځانه نه لرې کاوه، د هغه عجیبه حرکتونو ته حیرانه وه، زیاتره مورګانې خپل کوچنیان همداسې لویوي، په حقیقت کې هغې په دې اړه فکر کاوه، چې د خپل زوی روزنه یې ښه کیږي او کنه. اوس البرټ ورو ورو لویېده، داسې ښکارېده، چې البرټ د خبرو کولو لپاره لږ څه وخت ته اړتیا لري، پالین یې په اړه ډېر تشویش درلوده؛ خو یقیني وه، چې ډېر ژر به په خبرو راشي، ښاغلي ائن سټاین فکر کاوه، چې البرټ یو سست او کند ذهنه کوچنی دی، هغه دا فکر نشو کولای، چې یو وخت به همدا کوچنی په ټوله نړۍ کې ستر نوم پیداکړي او د ذهن په اړه به یې هر خوا خبرې کیږي. اوس البرټ د دوه کلونو وه، چې په کور کې یې یوه کوچنۍ پېداشوه، ددې کېښودل شو، کله چې البرټ دغه کوچنۍ ولیده؛ نو د (Maja) کوچنۍ نوم ماجا پوښتنې په ډول یې وویل، چې ) دا څومره کوچنۍ ده؟( او ددې سره ) څومره ښکلې هم ده؟( زه ددې سره ټول عمر دوستي کول غواړم - او بیا همداسې وشول. کوچنی البرټ د دوستانو په پېداکولو کې ډېر محتاط وه، هغه یو خاموش طبعه او شرمیدونکی هلک وه، هغه د خپلو ګاونډیانو سره لوبې کول خوښول؛ خو د هغوی وحشیانه شکلونه او شور یې نه خوښېده. کوچنیان په فطري ډول ډېر معصوم وي؛ خو بدبختانه د جنګي لوبو په وجه یې ذهنونه د تشدد رنګ خپلوي، کوچنیان بیا هغه څه کوي، کوم څه چې خپل شاوخوا ګوري، په داسې حال کې چې کوچنیان باید هغه څه وکړي، کوم چې د هغوی لپاره ښه وي. میونخ چېرته چې د البرټ مور او پلار اوسېدل، هلته د کوچنیانو د خوښې لوبه فوځي لوبه وه، دغه لوبه ډېره په زړه پورې وه؛ خو ددې تر څنګ د تشدد نه هم ډکه وه، د میونخ په سړکونو باندې زیاتره وخت فوځي تمرینونه کېدل، د البرټ نږدې دوستان د فوځي تمرینونو نه ډېر زیات اغېزمن کېدل؛ خو البرټ داسې نه وه، کله چې به البرټ فوځیان ولیدل؛ نو چغې به یې پېل کړې، زیاتره وخت به یې خپل مور او پلار ته ویل، زه چې کله ستر شم؛ نو د دغو په شان به نه یم، زه به په فوځي ژوند باندې ویاړ نه کوم. یو ځل البرټ د فوځي تمرین په لیدو خپل پلار ته وویل، د تمرین کولو په جریان کې دغه فوځیان داسې ښکاري لکه ماشین. البرټ د ازادۍ په معنا نه پوهېده؛ خو پوه شوی وه، چې سوله په ژوند کې ډېر ارزښت لري. البرټ د جنګي کوچنیانو سره د یو ځای کېدو پر ځای یوازېتوب خوښوه، هغه به د ورځې خوبونه لیدل، یا به یې د ځان سره لوبې کولې، په دې ډول هغه د سترې حوصلې او ژور فکر خاوند شو، ماجا به زیاتره وخت د البرټ سره یو ځای وه، د البرټ مور او پلار به د هرې یکشنبې په ورځ بهر ته د چکر پروګرام جوړوه، البرټ به دغه چکر ته تلل ډېر خوښول، البرټ به د سیند په غاړه کېناستل، د غرونو اوږدې سلسلې کتل او د اسمان پراخه لمنې ته کتل زیات خوښول، هغه په دې ډول د طبیعت سره مینه پیداکړه، دغه مینه د هغه سره د تل لپاره پاتې شوه، دغه کار د کائناتو په پېژندلو کې د البرټ سره ډېره مرسته وکړه. ۴ د یکشنبې ورځ ډیره مهمه وه، نن د البرټ د زېږیدنې ورځ وه، البرټ د پنځو کالو شو او ډېر زیات خوشحاله وه، هغه ماجا ته وویل، نه پوهیږم چې زما د زېږیدنې د ورځې ستره ډالۍ به څه وي، په دې ورځ د خوشحالۍ په وجه البرټ سهار وختي له خوبه پاڅېده او ماجا یې هم راپاڅوله، هغه غوښتل، چې ماجا په خپله خوشحالۍ کې د ځان سره شریکه کړي، په دې وخت کې یې مور او پلار کوټې ته ور ننوتل او د زېږیدنې د ورځې مبارکي یې ورکړه، ورته یې وویل، ګوره چې موږ ستا لپاره څه شی راوړي دي؟. البرټ ژر ډالۍ خلاصه کړه، ویې لیدل، چې په قطۍ کې یو ګرد او ځلېدونکی شی پروت دی، دا شی قطب نما وه، البرټ یې په لیدو ډېر خوشحاله شو، د ډېر وخت لپاره یې قطب نما ته کتل، البرټ د قطب نما ستنې ته کتل، چې د شمال خواته وه، قطب نما چې تاسو هرې خواته کړئ؛ نو ستن به یې د شمال طرف ته وي؛ خو دا کار څنګه کیږي او ولې یې ستن همېشه د شمال طرف ته وي؟ د البرټ په فکر کې زیاتې پوښتنې پېدا شوې او مسلسل یې قطب نما ته کتل. البرټ خپل مور او پلار ته وکتل او ویې ویل، تاسو ماته ډیره ښه ډالۍ راکړه او دا ډالۍ به زه وساتم. په دې ورځ چې البرټ د غرونو خواته ولاړ؛ نو په ذهن کې یې زیاتې پوښتنې پېداشوې؛ خو ځواب ورسره نه وه. هر سهار به د موسیقۍ د تېز غږ په وجه له خوبه پاڅېده، پالین به ډېره ښه پیانو 1 غږوله، پالین غوښتل، چې زوی یې د موسیقۍ نه خوند واخلي او دا هم وکولای شي، چې په راتلونکي کې یوه ښه پیانو غږونکی شي، هغې عقیده درلوده، چې موسیقي ژوند ته ښکلا ورکوي. د شپږو کلونو په عمر البرټ د وائلن په غږولو پېل وکړ، مور یې فکر کاوه، چې البرټ د موسیقۍ په وجه د ارامتیا احساس کوي. په دې ډول موسیقي د البرټ د ژوند یوه ضروري مشغولا شوه، وروسته یې د سولومن 2 د لیکنو په لوستلو پېل وکړ، د سولومن یادونه په بائبل )انجیل( کې شوېده، د هغه د لیکنو د لوستو وروسته البرټ د خدای تعالی په اړه حمدونه لیکل پېل کړل او همغې موسیقۍ د الې د غږولو په وخت به یې ویل. کله، چې ائن سټاین یو ستر ساینسپوه شو، د وائلن غږوونکې اله به بیا هم تل ورسره وه. ۱ زه چې اوس وخت د دریو کلونو کوم کوچنی ګورم، چې مکتب کې داخلیږي او ژاړي، ماته ائن سټاین را یاد شي، البرټ مکتب ته زیات تګ نه خوښوه، البرټ فکر کاوه، چې مکتب یو ډول فوځي ځای دی، د مکتب په لیدو د البرټ په ذهن کې جرمني فوځیان راتلل، چې د تمرین په حال کې دي او د میونخ په سړکونو باندې تمرین کوي. البرټ به هغه وخت د خپلو استادانو خبرې منلې، چې کله به پرې پوه شو، که نه به وه پوه شوی؛ نو خبره یې نه منله، د ریاضي استاد به زیاتره وخت ورته په قهر کېده او سزا به یې ورکوله. تاسو به پوښته کوئ، چې په دې کې د البرټ ګناه څه وه؟. بدبختانه زموږ زیاتره خلک په نورو باندې ظلم کول فرض بولي، په جرمني کې عیسویان اکثریت او یهودان اقلیت وه، البرټ په یوې یهودي کورنۍ کې زېږیدلی وه، زیاتره وخت به یې داسې فکر کاوه، چې ملګري او استادان یې ورسره ښه رویه نه کوي، کله چې به د مکتب نه کور ته په لاره وه؛ نو ملګرو به تنګوه. په دې رویې سره به البرټ فکر کاوه، چې دی د هغوی له جملې نه نه دی، بلخوا البرټ په دې خبره پوه شوی وه، چې باید یو ملګری د نورو ملګرو لخوا په دې ډول تنګ نه شي، ددې رویې په وجه البرټ د نورو ملګرو نه جلا شوی وه، په دې ډول البرټ یوازې پاتې شو. البرټ ته د کوچنیوالي یو ملګری په یاد دی، دغه ملګری یې د البرټ نه مشر وه، د یهودي رواج سره سم یو یهودي کورنۍ باید کومه بله غریبه کورنۍ په اونۍ یو ځل ډوډۍ ته دعوت کړي، د ښاغلي ائن سټاین کورنۍ په دې رواج باندې تل عمل کاوه، میکس د طب زده کوونکی وه، میکس به البرټ ته د ساینس زیات کتابونه راوړل. میکس به د البرټ سره د دغو کتابونو په زده کولو کې زیاته همکاري کوله، په کتاب کې موجودو انځورونو به د البرټ توجه ور اړوله، د دغو انځورونو په کتلو به البرټ د میکس نه زیاتې پوښتنې کولې، البرټ ورو ورو لویېده او ددې سره یې مطالعه هم کوله، په دې سره البرټ د میکس نه نورې پوښتنې هم کولې، له دې کار نه به البرټ ډېر خوند اخیسته، البرټ به زیاتره وخت د ساینس او فلسفې په اړه پوښتنې کولې، البرټ یوه ورځ د میکس نه پوښتنه وکړه، چې فلسفه څه شی ده؟ میکس ورته وویل، چې فلسفه په اصل کې د ژوند او کائناتو باندې د پوهېدو علم دی، اوس دیارلس کلن البرټ د هغو شیانو په اړه فکر کول پېل کړي وه، چې مخکې یې پرې فکر نه وه کړی. البرټ یو ځل د میکس نه پوښتنه وکړه، دا کائنات څنګه کار کوي؟ میکس هم تر اوسه ددې پوښتنې په ځواب نه پوهېده، البرټ به زیاتره وخت هغه افکار چلینج کول، کوم چې عامو خلکو منلي وه، هغه اوس پوه شوی وه، چې د زمان او مکان په اړه باید ډېرې پوښتنې ځواب شي، البرټ به شپه او ورځ په همدغو مسئلو باندې فکر کاوه، همدا وجه وه، کله چې البرټ ځوان شو؛ نو د فزیک څانګه یې غوره کړه، فزیک د ساینس یوه برخه ده، کوم چې طبعي حقائق څیړي. ۲ د ښاغلي ائن سټاین ورور جیکب د خپل ورور)ائن سټاین( سره اوسېده، جیکب یو انجینر وه، البرټ خپل کاکا سره ډېره مینه درلوده، د همدې جیکب وجه وه، چې البرټ د ریاضي سره علاقه پېداکړه، یوه ورځ جیکب البرټ د ځان سره واخیست او د غرونو د سېل لپاره ووتل، کاکا یې ترې پوښتنه وکړه، چې ایا ستا ځناور خوښیږي؟ البرټ په دې پوښتنې لږ وویرېده او ژر یې وویل، ولې؟ زما ځناور خوښیږي. کاکا: ښه، ایا ته پوهېږې، چې په ریاضي کې څومره نامعلومه ځناور شته، موږ ته په کار دي، چې هغه ولټوو. البرټ: ښه، نو هغه څه ډول پېداکولای شو؟. ږدو، ددې X کاکا: د یوه نامعلوم ځناور د پېداکولو لپاره موږ ددې ځناور نوم نوم د کېښودو وروسته موږ خپل ښکار پېداکوو او دا کار به د هغه پورې روان وي، تر څو چې یې پېداکړو. البرټ: کاکا دا خو ډېر خوندور مضمون دی، زه به دا مضمون ضرور یادوم، که زه په دې ټولو پوه شم، نو ډېر به خوشحاله شم. کاکا: د نن لپاره همدومره کافي ده. کاکا یې پوهېده، چې یو کوچنی باید په کوم ډول د ریاضي سره مینه پېداکړي او هغه مینه دوامداره وساتي. د البرټ کور د هغه د ذهني پرمختګ لپاره ښه ځای وه، دا کور هغه ځای وه، په کوم کې چې البرټ حقیقي زده کړه وکړه، د البرټ سره یې پلار ډېره مرسته کوله، تر څو هغه ښې پوښتنې، ښه فکر او ښه سوچ وکړي، د البرټ پلار ډېر توند مزاجه نه وه او نه یې دا غوښتل، چې البرټ دې په ټولګي کې لومړی یا دویم مقام ترلاسه کړي، هغه دا غوښتل، چې د البرټ ذهن پرمختګ وکړي. د ژمي یوه ورځ وه، البرټ د مکتب نه کور ته راغی؛ نو ویې لیدل، چې پلار یې انتظار کوي، کله چې البرټ کور ته ننوت؛ نو پلار یې ورته وویل، البرټه وګوره، چې ستا لپاره مې څه راوړي دي. البرټ یو رنګه کاغذ ولیده او وې ویل، پلاره دا څه دي؟. دا د هندسې اړوند یو کوچنی کتاب دی، په دې کې د ایوکلیډ نظریات لیکل شوي دي، ایوکلیډ په مصر کې د اسکندریي یو ریاضي پوه وه، البرټ ددې کتاب په لوستلو ډېر څه یاد کړل. یوه ورځ یې البرټ ته وویل، زه تاته یو بد خبر وایم، د پیسو د پېداکولو لپاره زه د ایټالیي ښار میلان ته ځم، ته به په میونخ کې پاتې کیږې او خپل درسونه به سرته رسوې، ته به په لیلیه کې یوازې اوسېږې. البرټ خفه شو او پلار ته یې وویل، پلاره دا هر څه به زه وکولای شم؟ ته پوهېږې، چې په لیلیه کې اوسېدل زما هیڅ نه خوښېږي، په لیلیه کې موږ ازاد نه پریږدي، لیلیه ماته یو زندان ښکاري او زه یوازې اوسېدل هیڅ نه خوښوم، زه غواړم، چې د خپلې کورنۍ سره یو ځای واوسېږم. بدبختانه کله کله موږ مجبوریږو، چې داسې یو کار وکړو، کوم چې زموږ په خوښه نه وي، د داسې کارونو لپاره باید موږ هر وخت تیار اوسو، دا د ژوند برخه ده، البرټ باید د خپلو زده کړو د پوره کولو لپاره په لیلیه کې یوازې پاتې شي، هغه باید خپل مکتب سرته ورسوي، تر څو پوهنتون ته لاره پېداکړي. البرټ په مکتب کې خوشحاله نه وه؛ ځکه مور او پلار یې بل ښار ته تللي وه، د لیلیي ژوند خوند نه ورکاوه، بیا هغه وخت هم راغی، چې البرټ د خپل مور او پلار سره په ایټالیا کې اوسېده، د ایټالیا زیاتره شیان د البرټ خوښېدل، د هغه ځای تعمیرونه، پخوانی ودانۍ.... او د فکر او سوچ لپاره د زیاتو شیانو موجودیت، همدغه وجه وه، چې د هغه ځای ژوند د البرټ د ژوند ښه وخت وه. ۱ البرټ په ۳۱ کلنۍ کې د سویټزرلینډ د ښار )راو( په یوه مکتب کې په درس ویلو شروع وکړه، هغه دلته د وینټیلر د کورنۍ سره اوسېده، ښاغلی وینټیلر په مکتب کې استاد وه، البرټ به زیاتره وخت د وینټیلر د کورنۍ سره د سویس غرونو ته په چکر باندې ته، البرټ ددې کورنۍ سره ښې اړیکې جوړې کړې، وروسته د البرټ د خور واده د ښاغلي وینټیلر د زوی سره وشو. دا هغه وخت وه، کله چې البرټ د فزیک د مضمون سره مینه پېداکړې وه، د هغه استاد ډېر ماهر وه، اوس به البرټ په مکتب کې تجربې هم کولې، یوه ورځ یې د زده کړې پر وخت د ځانه دا پوښتنه وکړه، که کوم انسان د روښنایی د یوې شعاع د نیولو کوښښ وکړي؛ نو څه به پېښ شي، وروسته همدغه نظریه د اضافت د نظریي اصلي محرکه شوه. د البرټ په وخت کې ساینسپوهانو داسې فکر درلود، چې خلا د داسې یوه شي نه جوړه شوې، چې په نظر نه ښکاري، البرټ دا نظریه نه منله؛ ځکه چې ددې نظریي ثبوت موجود نه وه. البرټ د زیوریخ د ټکنالوجۍ په انسټیټیوټ کې داخله وکړه او د هغه ځایه یې د فزیک په مضمون کې لیسانس واخیسته. زه به اخر هم زده کړه وکړم، زه به ددې اوسنیو استادانو په شان تدریس نه کوم، زما د تدریس طریقه به بدله وي؛ خو نور استادان د البرټ ددې فکر سره مخالف شول او هغه ته یې د وظیفې د ورکولو نه انکار وکړ. په ۴۱ کلنۍ کې البرټ د سویس په مرکز )برن( کې وظیفه پېداکړه، دلته هغه کولای شول، چې په ساینسي مسئلو باندې ډېر لیکل وکړي، البرټ خپله ټوله توجه د دوکتورا ترلاسه کولو ته واړوله او دغه بری لیک یې هم ترلاسه کړ، کله چې البرټ په پوهنتون کې تدریس پېل کړ؛ نو خلکو هغه د یوه ستر ساینسپوه په توګه ومانه. دا هغه وخت وه، کله چې دوه امریکایي ساینسپوهانو کوښښ کاوه، تر څو د روښنایی د چټکوالي اندازه معلومه کړي، دغه دواړه ساینسپوهان په خپل کار باندې بریالي نشول، البرټ ائن سټاین وویل، دا دواړه ځکه ناکام شول، چې د روښنایی چټکوالی همېشه یو شان وي. ۱ اسحق نیوټن هم یو ستر ساینسپوه وه، نیوټن د ائن سټاین نه مخکې تېر شوی وه، هغه ویل، چې وخت همېشه یو شان وي؛ خو ائن سټاین د اضافت د نظریي په واسطه ثابته کړه، چې وخت زیات وي. ائن سټاین ثابته کړه، که کوم شی د روښنایی د سرعت نه دوه برابره زیات چټک رفتار وکړي؛ نو په انرژۍ باندې بدلیږي، دې ته په ساینسي ژبه کې نه مطلب C نه مطلب کتله او د M نه مطلب انرژي د E وایي، د E=mc2 روښنایي ده، دا هماغه فرمول دی، چې اتومي انرژي ترې جوړیږي، اتوم بم تباه کوونکی او اتومي انرژي یې ښه مثالونه دي. ائن سټاین د بریښنا )برق( او روښنایی په اړه یوه مقاله لیکلې وه، په دې د بریښنا په نړۍ کې ډېره غوغا جوړه شوه او د تلویزونو، فلمونو او نورو اختراعګانو لپاره لاره خلاصه شوه. اوس په ټوله نړۍ کې د ائن سټاین تعریفونه شروع شوي وه، د هغه د قابلیت او وړتیا خبرې کېدې، ائن سټاین ددې کار په کولو سره هم مهربانه او مشفق وه، د هر چا احترام یې کاوه، هغه به د ولسمشر د غسل خانې د پاکوونکي هم عزت کاوه، دا د هغه د لوړتیا نښه وه، چې د عادي ساینسپوه نه لوړ ساینسپوه شو. که تاسو په ټولګي کې ناست یاست او د خپل استاد لیکچر اورئ او په درس یې نه پوهیږئ، چې استاد مو څه وایي، کیدای شي، چې تاسو یې درس ته هیڅ توجه ونکړئ، د توجه خبره ډېره مهمه ده، ائن سټاین به خپل کار ته پوره توجه کوله، هر مضمون به یې د مختلفو لارو نه مطالعه کاوه. یوه ورځ ائن سټاین د پل پر سر یوه ملګري ته منتظر وه، ملګری یې د لږ ځنډ وروسته راورسېد، ملګري یې البرټ ته وویل، بښه غواړم، چې لږ ځنډ شو او ته دلته منتظر پاتې شوې. البرټ ورته وویل، په دې کې د بښنې څه خبره ده؟ ما خو په دې وخت کې خپل کار کاوه، زه هر ځای کې خپل کار کوم، هغه که پل وي، غسل خانه وي او د خوړلو مېز وي. یوه ورځ البرټ په غسل خانه کې ډېر وخت تېر کړ؛ نو خور یې ماجا پرېشانه شوه، ماجا د غسل خانې دروازه وټکوله او پوښتنه یې ترې وکړه، چې څه خبره ده؟ البرټ چې وروسته د غسل خانې نه راووت؛ نو ماجا ترې بښنه وغوښته، البرټ په ځواب کې ورته وویل، ما د یوې مسئلې په اړه فکر کاوه او په مېز باندې ناست وم. البرټ اوس ډېر مشهور شوی وه، د نړۍ څیړنیزو ادارو د البرټ نه غوښتنه کوله، چې د هغوی سره کار وکړي، د جرمني قیصر دویم ویلیم هم یو څیړنیز مرکز جوړ کړی وه )قیصر د جرمني پاچا وه(، ائن سټاین نه یې غوښتنه وکړه، چې په دې مرکز کې ورسره کار وکړي. دا هغه وخت وه، چې په جرمني کې د هټلر ګوند واک ته رسېدلی وه، هټلر یو نژاد پرست سیاستوال وه، هټلر د یهودیانو سخت دښمن وه، البرټ ائن سټاین یهودي وه، په دې حالاتو کې د ائن سټاین اوسېدل په جرمني ډېر مشکل وه، په دې حالاتو کې البرټ ائن سټاین فکر وکړ، چې جرمني باید پریږدي، په دې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو د البرټ ائن سټاین نه غوښتنه وکړه، چې امریکا ته ورشي، البرټ په ۳۳۱۱ کې جرمني پریښوده او امریکا ته لاړه، دا هغه وخت وه، چې یهودیانو د جرمني نه هجرت پېل کړی وه. کله چې ائن سټاین د نیویارک په هوایي ډګر کې کوز شو؛ نو د عکس اخیستونکو او راپورچیانو یو ډېر لوی شمېر کسان موجود ول. البرټ ددې حالت په لیدو د ټوکې په شکل وویل، د نیویارک پیغلې هر کال نوی فیشن خپلوي او د سږني کال فیشن یې د اضافت نظریه ده. البرټ د خپل شهرت نه ګټه اخیسته، له خپل شهرت نه په استفادې سره یې د بې انصافۍ د پای ته رسولو او د امنیت د راوستو لپاره هلې ځلې کولې، اوس هغه وخت رارسېدلی وه، چې البرټ د چپ پاتې کېدو پر ځای خپل مسئولیت وپیژني او د لاسته راوړلو لپاره یې یو تحریک پر مخ بوزي، البرټ پوه شوی وه، چې د خپل شهرت نه په استفادې سره کولای شي، چې یو ډېر شمېر خلک په ځان راټول کړي، هغه په دې پوهېده، چې خلک به یې خبره واوري. هغه د سولې غوښتونکی وه، هغه په دې باور درلود، چې د قومونو تر منځ منفي رقابت د جګړې لپاره لاره هواروي، په دې سره به امنیت له منځه ولاړ شي، البرټ سوله غوښته، هغه خپل ټول ژوند او دوستي د سولې لپاره جنګوله. د اتوم بم په ایجاد باندې ټول ژوند خفه وه، د ائن سټاین په څیړنو باندې نورو ساینسپوهانو نور کار هم وکړ او اتوم بم یې جوړ کړ، زیات خلک هغه اوس هم د اتوم بم د جوړولو پلار ګڼي، د هیروشیما او ناګاساکي 3 اتومي حملو د هغه په مغزو باندې زیات اثر کړی وه، همدا وجه وه، چې د سولې او ورور ولۍ لپاره یې منډې ترړې چټکې کړې. ۸ په کائناتو باندې پوهېدل د البرټ د ژوند تر ټولو مهم مقصد وه، هر وخت به یې د همدې مقصد د ترلاسه کولو لپاره کوښښ کاوه او په دې سره به یې روحي سکون ترلاسه کاوه، د هغه کار د کائناتو لپاره یوه دروازه خلاصه کړې وه، نن سبا چې ساینسپوهان د کائناتو اړوند کوم کارونه کوي، اساس یې البرټ ائن سټاین ایښی دی. البرټ د کوچنیانو سره ډېره زیاته مینه درلوده، د کوچنیانو خبرې یې په غور اورېدې، د هغوی د نظریو ډېر احترام به یې کاوه او د هغوی سره په خبرو او دغه دواړه سیمې په جاپان کې دي، امریکا د دویمې نړېوالې جګړې په وروستیو کې د جاپان دغه دواړه سیمې په اتوم بمب باندې بمبارد کړې، 3 چې د یو لک شاوخوا کسان یې ووژل او ویل کېږي، چې د ژوند شرایط هغه ډول نه دي، لکه د اتوم څخه چې مخکې په کوم ډول وه. ) ژپاړن ( بحث کولو یې هیڅ شرم نه کاوه، ائن سټاین به د خپل کور نه دفتر ته هره ورځ په پیاده)په پښو( تګ راتګ کاوه، البرټ به په لاره کې د کوچنیانو سره ټوکې کولې، یوه ورځ یوې کوچنی انجلۍ البرټ ته وویل، چې هره ورځ بې جرابو مکتب ته ځي او یخني یې کیږي، البرټ ژر ورته جرابې واخیستې، په دې ډول ائن سټاین به د کوچنیانو سره په منیه او محبت چلند کاوه. یوه ورځ یې کوچنیانو ته وویل، دا خبره ښه په ذهن کې کینوئ، هغه څه چې تاسې یې په مکتب کې زده کوئ، دا د څو نسلونو مشترک کار دی، دا زده کړئ او زیاتوالی په کې راولئ. البرټ ائن سټاین چې هغه څه د پخوانیو ساینسپوهانو نه زده کړي وه، هغه یې په صحیح ډول زده کړل، ویې ساتل او زیاتوالی یې په کې راوسته..... اوس زموږ او ستاسو وار دی، چې د ائن سټاین په قدم باندې قدم کیږدو او خپل مسئولیت سرته ورسوو.__

Your submission at Articles for creation: املاء (October 13)

[edit]
Your recent article submission to Articles for Creation has been reviewed! Unfortunately, it has not been accepted at this time. The reason left by Steven Crossin was: Please check the submission for any additional comments left by the reviewer. You are encouraged to edit the submission to address the issues raised and resubmit when they have been resolved.
Steven Crossin Help resolve disputes! 04:30, 13 October 2019 (UTC)[reply]
Teahouse logo
Hello, Ahmad Rasool Popal! Having an article declined at Articles for Creation can be disappointing. If you are wondering why your article submission was declined, please post a question at the Articles for creation help desk. If you have any other questions about your editing experience, we'd love to help you at the Teahouse, a friendly space on Wikipedia where experienced editors lend a hand to help new editors like yourself! See you there! Steven Crossin Help resolve disputes! 04:30, 13 October 2019 (UTC)[reply]

Hi there, I'm HasteurBot. I just wanted to let you know that Draft:املاء, a page you created, has not been edited in 5 months. The Articles for Creation space is not an indefinite storage location for content that is not appropriate for articlespace.

If your submission is not edited soon, it could be nominated for deletion. If you would like to attempt to save it, you will need to improve it.

You may request Userfication of the content if it meets requirements.

If the deletion has already occured, instructions on how you may be able to retrieve it are available at WP:REFUND/G13.

Thank you for your attention. HasteurBot (talk) 01:26, 14 March 2020 (UTC)[reply]

Your draft article, Draft:املاء

[edit]

Hello, Ahmad Rasool Popal. It has been over six months since you last edited the Articles for Creation submission or Draft page you started, "املاء".

In accordance with our policy that Wikipedia is not for the indefinite hosting of material deemed unsuitable for the encyclopedia mainspace, the draft has been nominated for deletion. If you plan on working on it further, or editing it to address the issues raised if it was declined, simply edit the submission and remove the {{db-afc}}, {{db-draft}}, or {{db-g13}} code.

If your submission has already been deleted by the time you get there, and you wish to retrieve it, you can request its undeletion by following the instructions at this link. An administrator will, in most cases, restore the submission so you can continue to work on it.

Thank you for your submission to Wikipedia! UnitedStatesian (talk) 17:29, 13 April 2020 (UTC)[reply]

  1. ^ Cite error: The named reference undefined was invoked but never defined (see the help page).
  2. ^ Cite error: The named reference » الفت « ليكوال: ګل پاچا was invoked but never defined (see the help page).