Jump to content

User:Naseerwardak

From Wikipedia, the free encyclopedia
File:Wardak د وردګ
د وردګو نومیالي

محمود سعید‎ لیکوال

دوردګو نومیالي

محمد جان خان وردګ

د عيسوي حساب ۱۸۷۹ كال وو په دغه كال كې د كورنيو جګړو ځپلي او استعمار ټوټې ټوټې كړي افغانستان د پايتخت كابل په عسكري منصبدارانو كې د محمدجانخان وردك په نامه د توپچي يو جرنيل وو چې وروسته بيا د غازي محمد جانخان په نامه مشهور شو . ده له خپل ملك او خپل ولس سره بې اندازې زياته مينه لرله.... دا وخت د غربي استعمار ښامار د هند لوz او ارت مځك له خپل ستوني نه تير كړې وو او خوله يې د ګران افغانستان نغرلو ته هم را اچوله پېښور او كويټه يې ترې شكولي وو او خيبر او بولان د هضمولو په هڅه كې وو..... د افغانستان په زړه كابل كې د سرو ګوره ګانو فوځونو غوبل جوړ كړى وو، د ټول ملك د تباهۍ او د ټول ملت د ابدي غلامۍ او مريې توب سخت خطر وو.. پادشاه د خپلې كمزورۍ په نتيجه كې د پيرنګيانو په لاسو كښې بندي وو او د واكمنې كورنۍ د افرادو تر منځ په ملك كښې د واك او اختيار د خپلولو په غرض نه ختميدونكې جګړې روانې وې... د يوې كورنۍ د افرادو د ځانګړو او شخصي غرضونو د سركولو د پاره په ټول ملك كې د بې اتفاقيو او شخړو اور بل وو... انګريزي استعمار هم د خپلې كاميابۍ په غرض دغه اور ته ببوزى واهه او هغه د لوګي د پردې تر شا پسې را وړاندې كيده او د لوى اما كمزوري شوي افغانستان د وجود نه يې ټوټه ټوټه بيلوله او د خپلې هندي مستعمرې په پيڅكواو لمنو پورې يې ورتپله...په داسې خطر ناك وخت او دا راز تياره محيط او ماحول كې ځمونږ ځلمي جرنيل محمد جان خان وردك د خپلې مقدسې عسكري وظيفې او د خپل ډير درانه مسړليت احساس د اشتعال داسې درجې ته رسولى وو چې د قام او ولس د ډيرو ساده مغزو او مړو احساساتو لرونكي افراد يې هم په شور ورسره راوستل.... زلمي جرنيلان د هغه وخته دغه خطر ليد چې ډير پيرنګي فوځونه كابل ته نه وو را رسيدلي ، دى به ډير ځله په نيمه شپه كې په ډير اضطراب له خوبه را پاڅيد خپلو توپونو ته به ورغى اوپاكول به يې، لاسونه به يې پرې وهل او ښكلول به يې ... كله به د نيمې شپې په تپه تياره كې چې واورې به هم ورېدلې خپل توپونه به يې راويستل يوه خوا او بله خوا به يې ګرزول په لوړو به يې خيژول ، غرونو ته به يې پورته كول او بيا به يې كندو او ژورو ته كوزول.. خلكو ته به دده دا شان كارونه ناآشنا او د ليونو شانته ښكاره كيدل او په مطلب به يې نه پوهېدل ... خو حقيقت دا وو، چې د جرنيل محمد جانخان زړه د خپل لوى افغان او ستر افغانستان د تكړې تكړې كيدو د خطر په رارسېدو دومره پريشانه او مضطرب شوى وو چې شپه او ورځ او غرونه او كندې يې په نظر كې يو شان ښكارېدل... دهغه سره د خپل ځان او خپلې كورنۍ غم نه وو هغه د كوم مقام او موقعيت يا دكومې رتبې او درجې د ګټلو خواهش نه درلود... دهغه فكر او آرزو دومره لوړه او عالي وو چې داشيان ورته ډير سپك او حقير ښكاره كيدل ... د هغه سره د ټول ملك لوى افغان او ستر افغانستان غم وو .. هغه ته څرګنده وه چې د ملك ننګ ، شرافت او آزادي تراوسه پورې د ټول افغان د اتفاق په زور ساتل شوې او اوس هم د ټول افغان د متحدكولو زور په كار دى چې د خپل پلار نيكه ټاټوبى وساتي او افغاني پګړۍ پرې نه ږدي، چې د انګريزي استعمار د آسونو په پښو كې په مځكه پريوزي.. ځمونږ غازي جرنيل د (ګوربت ) نومي غره په لمنه كې زيږيدلى او لوبيدلى وو او غوښتل يې چې د ( ګوربت) يعنې (عقاب) په څېر خپل ټاټوبي او وطن د خپل ګران ولس او لوى افغان آزادي وساتي. جرنيل محمد جانخان تر هغه وخته لا ځينو ساده ګانو ښه نه پيژانده، چې د افغانستان ښكلى او ګران مركز كابل د انګريزي فوځونو د آسونو تر پښو لاندې شوى نه وو ... په دغه وخت كې د زلمي جرنيل د صبر كنډول بېخي ډك شو ځكه چې په ګران افغانستان كې استعماري فوځونو غوبل جوړ كړى وو، دده ښكلي توپونه د بابر د غونډۍ په سر كښې وو، چې ددښمن پوځونو ته نژدې وه خو دى پخپله د كابل نه لرې د ( وردګو) په منځ كې پخپله كلا كې له ملك څخه د دښمن د شړلو او خپل قام اوولس ته له هغوى څخه د نجات وركولو په فكر كې ډوب وو... د لرې او نژدې ځايونو څخه د افغاني زلميانو ډلې ډلې د جرنيل ځاى ته راغونډېدل او په دې ترتيب د استعمار نه د وطن د نجات د پاره لوى لښكر جوړ شو .... د لښكر شمير چې د شلو دېرشو زرو كسانو نه زيات شو او جرنيل ته دا يقين وشو، چې د هېواد نه ددښمن د شړلو دپاره كافي ځلميان راغونډ شوي دي نو يې ډيل ونه كړ او سم دلاسه په كابل ور روان شول... د غازيانو او استعماري فوځونو تر منځ پر له پسې او ډير خونړي جنګونه وشول خو دښمن بالاخره د جرنيل د لښكرو سيلاب ته ټينګ نه شو او داسې ماتې يې وكړه، چې بيا يې د همېشه د پاره كابل ته شا واړوله....دا وخت هرچا ته دا حقيقت پوره پوره څرګند شو، چې غازي محمد جانخان ليونى نه بلكي رښتينى هوښيار دى ځكه هغه ددې وطني جنګ په ګټلو سره دا حقيقت څرګند كړ چې د ټول افغان سره يوكيدل او د يوه مقصد د پاره په يوه لاره روانېدل دومره لوى او ستر طاقت دى، چې په هر ډول مشكلاتو بريالى كيدلى شي.






ستر جنرال عبدالرحيم وردګ د عبدالغني وردګ زوی دي چې په ۱۳۲۳ هجري لمریز کال کې دمیدان وردګو په ولایت کې نړۍ ته سترګې پرانیستې،د ملي دفاع وزير ، محمد ظاهر شاه پلوی او پخوانی پوځي افسر دی .


ښاعلي وردګ دحبیبیې له لیسې څخه له فارغیدو وروسته په حربي پوهنتون کې شامل او دخپلو لوړو زده کړو ددوام لپاره یې دمصر او دامریکا دمتحده ایالاتو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

ستر جنرال عبدالرحیم وردګ خپلې لوړې زده کړې په پیاده مسلک، دښوونې اوروزنې په میتودیک، پراشوت، کماندو، موټردار، دمخابرې اوالکترونیک دکورسونو په لوستلو سره سرته رسولي او ارکان حربي یې دامریکا له متحده ایالاتو او دمصر دعلیا ناصر له اکادمۍ څخه ترلاسه کړې ده.


دندې


   د امريکا څخه د ارکانحرب تر درجې پورې خپله زده کړه سر ته رسولې.
   د جهاد په کلونو کې د اسلامي ملي محاذ د مشر جناب پير سيد احمد ګيلاني نظامي مرستيال په توګه د جهاد په مرچلو کې شپې سبا کړي دي.
   په هيواد کې د اسلامي لومړي حکومت په مهال چې جهادي ډلې په خپل منځي جګړو بوخت سوې، د دفاع د وزير د مرستيال په توګه خپلې دندې پريښودې او د هيواد څخه دباندې ولاړ ځکه چې د جګړې دواړې خواوې د هيواد ملي ګټو پرخلاف عمل کاوه.
   د اسلامي لومړي حکومت جوږښت څخه وروسته ملي اسلامي محاذ لومړنی جهادي تنظيم ؤ چې خپله پوځي څانګه يې له منځه يوړه نو ځکه جنرال وردګ د کوم تنظيم او ډلګۍ سره اړيکې نلري.



غلام فاروق وردګ، دافغانستان داسلامي جمهوریت دپوهنې وزیر، په ۱۳۳۸ هجري لمریز کال کې دمیدان وردګو ولایت دسیدآباد په ولسوالۍ کې زیږیدلی.


زده کړې او دندې


فاروق وردګ خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په خپله سیمه کې ترسره اولیسه یې په کابل کې پای ته ورسوله.

فاروق وردګ په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال کې دپاکستان دپنجاب پوهنتون دفارمسي په پوهنځي کې شامل او په ۱۳۶۵ هجري لمریز کال کې له دغه پوهنتون څخه فارغ شو.[1] له ۱۳۶۵ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۷۰ هجري لمریز کال پورې یې په پیښور کې دافغانستان لپاره دسویډن په کمیټه کې کار وکړ.

وردګ، په داسې حال کې چې له ۱۳۷۵ هجري لمریز کال څخه تر ۱۳۸۰ هجري لمریز کال پورې دملګرو ملتونو په پراختیایي پروګرام کې په کار بوخت وو، په پیښور کې دپریستون له پوهنتون څخه دادارې په برخه کې یې دماسترۍ سند ترلاسه کړ.


دندې


ښاغلی فاروق وردګ د۱۳۸۲ هجري لمریز کال دحوت په میاشت کې دافغانستان دانتقالي اسلامي دولت دریس لخوا دانتخاباتو دتنظیم دګډ دفتر ددارالانشا دریس په توګه وټاکل شو او بیا په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال ددلوې په میاشت کې دوزیرانو شورا ددارالانشا او دچارو دادارې دلوی ریس په توګه په دنده وګمارل شو.[2]

نوموړي پر دغې دندې سربېره دسیمه یز امن دجرګې ددارالانشا دریاست چارې هم پرمخ بیولې.

فاروق وردګ د۱۳۸۷ هجري لمریز کال دمیزان په میاشت کې دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهورریس لخوا دپوهنې دوزیر په توګه ولسي جرګې ته دباور درایو دترلاسه کولو په خاطر ور وپیژندل شو چې په ولسي جرګه کې دخلکو داستازو لخوا دباور رایو له ترلاسه کولو وروسته تر دې مهاله دپوهنې دوزیر په توګه دنده ترسره کوي.[3]

ښاغلی وردګ په پښتو،دري، اردو او انګلیسي ژبو تسلط لري.






غلام صديق مخترع



زده کړې


د نوموړی پر وینا په هغه وخت کې د بیلابیلو لاملونو له کبله چې یو یې هم د ښوونځیو لیرې والی و، په دې نه دی توانیدلی، چې ښوونځی ته لاړ شي او زدکړې وکړي. نوموړي په خصوصی توګه د هغه وخت معمولي کتابونه لکه بوستان، ګلستان، خلاصه، قدوری او داسې نور دیني کتابونه لوستی. دده په وینا لیکنه او زده کړه یې له خپل پلار او د خپل کلي له ملا امام څخه زده کړې دي. که څه هم زموږ د هېواد دغه د مخترعینو مخکښ نالوستی دی، خو سره له دې هم د خپل استعداد او خدایي نبوغ له کبله په دې توانیږي چې لوستل او لیکل وكولاى شي. ښاغلی مخترع هماغه د ژوند له لومړیو کلونو څخه چې نژدی دولس کلن وو، د نويو ابتکاراتو رامینځ ته کولو ته ملا تړلی وه. هر هغه څه یې چې په خپل چاپیریال او ماحول کې ترسترګو کېدل هغې ته د پوښتنې وړ وو. د هرڅه په هكله ورته بیلابیل سوالونه ورته پیدا کیدل. د بیلګې په توګه ولې دیو کس غږ بل کس ته ورسیږي؟ ولې زموږ سترګې ډول ډول شیان په بیلابیلو رنګو ویني؟ ولي الوتکه الوزي؟ ولی شپه او روځ رامنځ ته کیږي؟ او په لسګونو داسې نور.

په لومړیو کې د ده په وینا ډیر شمیر ستونزې د نوموړي د لارې خنډ وي. چا به لیونی ګاڼه، چا به ویل چې اعصاب یې خراب شوي دي او آن دا چې پلار یې هغه په زیارتونو او پر ډاکترانو ګرځاوه ترڅو د نوموړي درملنه وکړي.خو مخترع لیونۍ نه وو او نه یې هم ناروغی درلوده، بلکې هغه څه چې ده غوښتل پرې پوه شي دنورو له درک څخه لوړ وو. هر څه يې چې لیدل له هغې څخه یې یو الهام اخیست او هغه یې د یوې تجربې د ترسره کولو لامل ګرځېدل.



پنځونې (اختراعات)


لومړنۍ اختراع یې یوه راډیو وه. چې د ګوګرد له قطي څخه یې جوړه کړې وه او دبریښنا له انرژۍ څخه پرته کار کاوه. نوموړي د ژوندانه په بېلابېلو پړاوونو کې د هېواد په ډېرو برخو کې کار کړیدی. خو رسمي دندې یې په مؤقتی ډول کله یو ځای او کله هم بل ځای ترسره کړي دي. چې له هغې ډلې څخه د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځی کې (چې د موټر د ټیراډ له پاره یې داسې ګولۍ جوړه کړه چې د موټر له چپه کېدو څخه مخنیوی کوي او جرمنی انجینرانو هم تصدیق کړې ده. د اوبو داسې یو چایجوش چې جوړ کړ چې وروسته له ځوښېدو څخه یې برېښنا پخپله قطع کېږي او کله چې اوبه یې سړې شي اتومات بېرته دبریښنا جریان ورته وصل کیږي او داسې نور. د هلمند په لشکر ګاه کې یې دوه کاله دنده ترسره کړې او دځینو اختراعاتو په لاسته راوړلو کې یې بری موندلی دی. د وخت د فواید عامې په وزارت په قوه کار کې یې د مېخانیک په توګه درى کاله دنده ترسره کړې ده، د اوبو او بریښنا په وزارت کې د لومرینۍ انرژۍ دتولید په څانګه کې دنوموړې شعبې د مرستیال په توګه وظیفه سرته رسولې ده. دپېداګوژۍ په انستیتیوت کې دقردادي معلم په توګه کار کړی دی. د پلتخنیک په پوهنتون کې یې (نژدی یوکال) اوهمدارنګه د جنګلک په فابریکه کې څو ځله په وقفه یې توګه د کارګر، د ورکشاف د مرستیال او په آشیانه کې د قرار دادي ښوونکي په توګه دندې ترسره کړې دي. خو ډېرې تجربې، اختراعګانې او تخنیکي کارونه یې په خپل شخصي ورکشاپ کې ترسره کړي دي. نوموړی خپله ټوله پلارنۍ ځمکه او کور دغه بیوزله هیواد او خلکو ته د خدمت او د خپلو لاسته راوړنو لپاره خرڅ کړي چې اوسمهال په خپل تللي ملکیت هېڅ راز خفګان نه څرګندوي بلکي ویاړ کوي، چې د هېواد لپاره یې قرباني ورکړې ده.


شخصي ژوند


نوموړی شپږ اولادونه لري چې څلور یې زامن او دوه یې لورګانې دي. زامن یې اولادونه لري او لورګانې یې هم د خپل بخت کورونو ته تللې دي. دوه زامن یې تخنیکی کارونه ترسره کوي او یو زوی یې د یخ دتولید په برخه کې کار کوي. نوموړی اوسمهال د کابل ښار د شاه شهید په لومړي سړک کې په یو اطاقه کور کې له خپلو اولادونو څخه جلا د ژوند شپې ورځې په داسې حال کې تېروي چې د خپل ورکشاپ ډېر وسایل او سامانونه یې دخپل ورځني ژوند دتېرولو لپاره خرڅ کړي او د یوې وچې ډوډۍ د اخیستلو له پاره هم اړ دی. ژوند یې له کړاوونو څخه ډک او دبیوزلۍ په سخت حالت کې د خپل ژوند وروستي کلونه تېروي. نوموړی تردې مهاله۳۴۵درې سوه او پنځه څلووېښت اختراعاګانې او ابتکارات ترسره کړي دي چې د ۱۳۴۲ کال څخه را پدېخوا دهېواد په بېلابېلو رسنیو کې په دې هکله له نوموړی سره مرکې هم شوې دي او د اختراعاتو په هکله یې ډول ډول مقالې خپرې شوي دي. ددې خبرې یادونه ضروري ده چې د حکومتي چارواکو له خوا نوموړي ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او هر وخت یې له نوموړي سره د نه مرستې دلیل د بودیجې کموالی ښودلی دی.


د نوموړي د پنځونو لړلیک


د ښاغلي صدیق مخترع ځینو هغو اختراعګانو ته په لاندې ډول اشاره کوو چې نوموړي جوړ کړي دي:

   د داسې واټر پمپ جوړول چې د انرژۍ له مصرف څخه پرته اوبه پورته کوي.
   داسې چپرکټ چې د غله په راتګ سره د کور خاوند راویښوي، د غله عکس اخلي، خپلوانو او پولیسو ته خبر ورکوي.
   داسې ماشین چې د اتو دقیقو په ترڅ کې له مستو څخه کوچ جلا کوي.
   داسې زانګو چې د ماشوم په ویښیدو سره په اتومات ډول زنګیږي.
   داسې راډیو چې د برېښنا له انرژۍ څخه پرته غږیږي.
   داسې اتومات مېز چې د هوټلونو لپاره جوړ شوی او پرته له ګارسون څخه مشتري کولی شي خپله د خوښې وړ غذا آشپز ته په ګوته کړي چې څه ډول خواړه غواړي.
   داسې لاس وینځونکی یا دستشویی چې د انسان په ورنږدې کېدو سره په اتومات ډول اوبه راپریږدي او کله چې انسان ترې لرې شي اوبه په خپله قطع کیږي. همدارنګه د انسان په ورنژدی کېدو سره هغه ته دسمال او صابون هم رانږدې کوي.
   داسې ماشین چې له نخودو څخه یې نری پوستکی جلا کوي.
   داسې موټر چې د لمر له انرژۍ څخه په ګټه اخیستلو سره کار کوي.
   له لمري انرژۍ نه په استفادې سره داوبو ګرموونکي چې دآفتاب ګرمۍ په نامه یادیږي.
   داسې الوتکه چې الوزی، په وچه کې موټر دي او که اوبه مخې ته ورشي، نو د کښتۍ کار هم ترېنه اخیستل کیږي.
   داسې بېلونه چې د ښه کیفیت لرونکی دي.
   داسې ماشین چې د ورځې کولی شي اویا تر اتیا زره پخې خښتی تولید کړي

او په لس ګونو داسې نورې.

یادونه: د ښاغلی مخترع هره اختراع به له ځانګړی تشریح او د امکان په صورت کې دهماغه اختراع له عکس او تصویر سره یو ځای د جغتو د مهالنۍ په راتلونکو ګڼو کې تاسو قدرمنو لوستونکو ته وړاندې شي. دیادونې وړ ده، چې د ښاغلي غلام صدیق مخترع اختراعات او ابتکارات له نورې نړۍ څخه په ټیټه کچه نه دي بلكې ډیر شمیر اختراعات یې د کابل پوهنتون، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ له خوا تایید شوي دي)، زموږ ټولو له پاره په ځانګړي توګه دولتي چارواکو، خصوصي پانګه والو او انفرادی اشخاصو ته لازمه ده تر څو د نوموړی لاس نیوي وکړي، نوموړی وهڅوي او لازمه مرسته ورسره وکړي. همدارنګه لازمه ده چې د ښاغلي غلام صدیق مخترع اختراعاتو ته په عمل کې د پلې کیدو جامه په تن کړو څو زموږ هیواد هم د ودې او تکامل په لورې چټک ګامونه اوچت کړي. د دې خبرې یادونه ضروري ده چې په نړۍ کې نوي نوي اختراعات په لومړی سرکې په همدې اوسنۍ بڼه رامینځ ته شوی نه وو بلکي د ډیرو پوهانو د کار او د کلونو په تیریدو سره بشپړ شوي دي.

که د مخترع په هکله هر څومره ولیکل شی بیا به هم کم وي خو د لیکنې لمن په خپلې دې څلوریزه رانغاړم چې:

د اتلو نوم یادیږي په نړۍ کې - په ژوندون یې قدر کیږي په نړۍ کې بدمرغي داسې زموږ د کلي دود ده- پس له مړینې اتلان ستايي نړۍ کې